د رياست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د نمونه یي روغتون د چارو د پرمختګ په اړه د موظف پلاوي غونډه جوړه شوه

د رياست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د نمونه یي روغتون د چارو د پرمختګ په اړه د موظف پلاوي غونډه جوړه شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د نمونه یي روغتون د چارو د پرمختګ په موخه د موظف پلاوي غونډه، د یاد پلاوي د غړو او متخصصینو په ګډون جوړه شوه. 

د غونډې په پیل کې د پلاوي غړو، د یاد روغتون د کاري پرمختګونو او ترسره شویو چارو ترڅنګ د خپلو کړنو او اجراآتو راپور وړاندې کړ. 

وروسته د دغه نمونه یي روغتون لپاره د اړینو تجهیزاتو او وسایلو د برابرولو، د ساختماني چارو بشپړولو، د اکسیجن پلانټ د ایجاد، د متخصصینو، اداري او خدماتي پرسونل د ګمارنې، د طبي وسایلو او ماشینرۍ د نصبولو او د ټولو اړتیاؤ د برابرولو په اړه هراړخیز بحث ترسره او په هکله یې لازم تصمیمونه ونیول شول.#