د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د جوزجان ولايت په يتيم تاق سيمه کې د کانونو او پټروليم وزارت او د ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ د سيمنټو لويې توليدي فابریکې د جوړولو تړون لاسلیک شو.
د دغه تړون له مخې به قراردادي شرکت د يادې فابريکې جوړولو په برخه کې ۱۶۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او په ورځني ډول به د ۳۰۰۰ ټنو سيمنټو د توليد وړتيا ولري. د کانونو او پټرولیم وزارت مسؤلين وایي، دا تړون چې له مخې به یې یاد ترکي شرکت د سيمنټو د اکتشاف، استخراج، تولید او ټولنیزو خدماتو په برخو کې پانګونه کوي، د ۳۰ کلونو لپاره په پام کې نیول شوی دی.
د سيمنټو د دغې تولیدي فابریکې په جوړېدو سره به شاوخوا ۱۲۰۰هېوادوالو ته په مستقيم ډول د کار زمينه هم برابره شي.
د یادونې وړ ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت د سېمنټو په برخه کې د هېواد ځان بسیاینې په موخه له دې پروژې وړاندې د شاوخوا ۴۷۶ میلیون ډالرو په ارزښت د جبل السراج، کندهار او هرات سېمنټو پروژو قراردادونه له یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.#