د رياست الوزراء اداري مرستيال د ۲۰۹ الفتح قول اردو د هوايي لوا قوماندان سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د ۲۰۹ الفتح قول اردو د هوايي لوا قوماندان سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د ۲۰۹ الفتح قول اردو د هوايي لوا قوماندان محترم قاري نورالهدا احمدي او د سرپل ولايت يو شمېر مجاهدينو سره وکتل. 

د دې کتنې په پيل کې، د ۲۰۹ الفتح قول اردو د هوايي لوا قوماندان محترم قاري نورالهدا احمدي خبرې وکړې او په دې قول اردو کې يې د مجاهدينو د وضعيت په اړه د رياست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل. 

نوموړي وويل، ټول مجاهدین او د ۲۰۹ الفتح قول اردو مسؤلين د ځمکنۍ بشپړتيا او د هیوادوالو د امنيت تأمين او ارامۍ لپاره هڅې کوي او د اسلامي امارت د مشرانو د اوامرو او لارښوونو تطبيق ته تيار دي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د ۲۰۹ الفتح قول اردو د مجاهدينو او مسؤلينو کړنې او فعاليتونه وستايل. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل: افغان ملت له کلونو وروسته ارامۍ او هوساينې ته رسېدلی، چې دا يو لوی نعمت دی او دفاعي او امنيتي مسؤلين به د ارامۍ او ثبات د ساتنې لپاره هېڅ ډول هڅې درېغ نه کړي.#