د ریاست الوزرا مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل

د ریاست الوزرا مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره وکتل. په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، لومړی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې امریکا متحدو ایالتونو ته د خپل وروستي سفر او د نړیوال بانک مسوولینو سره د خپلو کتنو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د امریکا متحدو ایالتونو مقاماتو سره مو د لا زیاتو مرستو او د افغانستان د کنګل شوې پانګې په اړه خبرې وکړې. هغې زیاته کړه، په دې کتنو کې افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وشوې او نړیوال بانک ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به ۲۸۰ میلیون ډالر مرسته وکړي او دغه مرستې به د روغتیا، خوراکي توکو، پوهنې، کرنې او چاپېریال ساتنې په برخو کې ولګول شي. دیبورا لاینس د مرستندویه بنسټونو د امنیت تامین پر اړتیا د ټينګار ترڅنګ وویل، موږ د ښوونکو او روغتیایي پرسونل معاشونه ورکوو او هڅه کوو خوراکي توکي په افغانستان کې وپېرو او خلکو ته یې ووېشو. د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال وویل، اسلامي امارت د مرستندویه بنسټونو د امنیت تامین ته ژمن دی او له افغانانو سره د مرستې لپاره د هغوی د هڅو قدرداني کوي. هغه زیاته کړه: په افغانستان کې امنیت په بشپړ ډول تامین دی. نوموړي همداراز وویل، د قانون پر وړاندې ټول یو شان مسوول دي او زدکړه د ټولو لپاره، زموږ پالیسي ده. مولوي حنفي وویل: موږ له بین المللي ټولنې غواړو چې د نیمګړو پروژو بشپړولو کې د اسلامي امارت همکاري وکړي، ترڅو پر کارموندنې سربېره د ځوانو استعدادونو د فرار مخنیوی وشي. د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال په افغانستان کې د بانکي ستونزو په لمنځه وړو د ټینګار ترڅنګ وویل، پر اصلاحاتو باور لرو او په دې اړه ستاسو د هر ډول مشورو هرکلی کوو.