د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ له یو شمېر علماؤ او مجاهدینو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې محترم مولوي سیداحمد شعیب د نورو په استازولۍ د یادې ولسوالۍ د اجتماعي، امنیتي او مجاهدینو د وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
محترم مولوي سیداحمد شعیب زیاته کړه، په یاده ولسوالۍ کې مجاهدینو د بهرنیو اشغالګرو پر ضد د جهاد پر مهال د اسلامي امارت د نورو مجاهدینو سره یوځای زیاتې سرښندنې او قربانۍ ورکړي او اوس هم د اسلامي نظام خدمت او د اسلامي امارت د مشرانو اطاعت او هدایت ته حاضر دي.
دوی دغه راز په یاده ولسوالۍ کې د ښوونې او روزنې، انکشافي چارو، د جوماتونو جوړولو او د مجاهدینو وضعیت ته د اسلامي امارت د مسؤلینو د پاملرنې غوښتونکي شول.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ راغلو علماؤ او مجاهدینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هیواد ازادي او خپلواکي د دوی د سرښندنو او قربانیو پوروړې وبلله.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د اشغالګرو وتل او د اسلامي امارت استقرار د زرګونو تنو علماؤ، مجاهدینو او افغانانو د وینو پایله ده او لازمه ده چې د دغو لاسته راوړنو قدردانی وشي.
محترم مولوی عبدالسلام حنفي د مطرح شویو موضوعاتو په اړه څرګنده کړه، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام ورته رسیدګي وکړي.#