د رياست الوزرا اداري مرستيال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر سره وکتل

د رياست الوزرا اداري مرستيال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر فليپو ګرانډي په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستيال راميز الاکبروف او په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دفتر رئيسې مېرمن کارلين ونبرن هم حضور درلود، د دې ادارې د فعاليتونو او راستنېدونکو او کورنيو بېځايه شويو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر فليپو ګرانډي وويل، دې بنسټ له ۱۹۷۹ کال راهيسې په پاکستان او ايران کې له افغان کډوالو سره د مرستو په برخه کې کار کړی او اوس هم خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.
هغه زياته کړه: په افغانستان کې د امنيت تامين موږ ته ښه فرصت برابر کړی دی، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره لا زياته همکاري وکړو او دا چې په وروستيو څو مياشتو کې کې ۱۷۶ زره کورني بېځايه شوي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي، خوښ يوو.
فليپو ګرانډي افغانستان ته د ستنېدو لپاره کډوالو ته د باور فضا په رامنځته کولو ټينګار وکړ وې ويل، د ولسواليو په کچه ۵۵ سيمې او د افغانستان پنځه عمده ښارونه د ستنېدو او بيا ادغام لپاره تشخيص شوي دي چې په دې سيمو کې پر بشري مرستو سربېره عمراني او د بيارغاونې کارونه هم ترسره کوو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له فعاليتونو د مننې ترڅنګ پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل په اړه چې په هيواد کې د کډوالۍ د پیل لامل شو، يادونه وکړه وې ويل، اسلامي امارت د کډوالو د راستنېدو او د کورنيو بېځايه شويو د بيا پر ځای کولو لپاره د شرايطو برابرولو په اړه هر ډول همکاریو ته تيار دی.
نوموړي زياته کړه، د راستنېدو يو له مهمو عواملو څخه د امنيت تامين او د افغانستان د ټولو اتباعو د ښاروندۍ حقوق دي چې الحمدالله اوس برابر شوي او زموږ د هيوادوالو ابرو، عزت او حيثيت خوندي دی.
د رياست الوزرا اداري مرستيال څرګنده کړه، راستنېدونکو ته يوازې بشري مرستې کفايت نه کوي، بايد هغوی ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې پاملرنه وشي او دا کار په ټول هيواد کې د انکشافي پروژو په تطبيق امکان لري.