د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس د ارغندي سیمې یو شمېر مشرانو سره وکتل

د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس د ارغندي سیمې یو شمېر مشرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د کابل د ارغندي سیمې له یو شمېر مشرانو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې د یادو قومي مشرانو په استازیتوب محترم حاجي محمد ظریف ارغند او ډاکټر ملک سورګل خبرې وکړې او د افغانستان اسلامي امارت ته یې د هر راز همکاریو او ملاتړ ډاډ ورکړ.
دوی د هیواد په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت له لوري د لویو او انکشافي پروژو په پیلېدو خوښي وښوده او په ارغندي کې یې هم د ښوونځیو او مدرسو، روغتیایي کلینیکونو، د برېښنا وېش او د اوبو لګولو سیستم په برخو کې د پروژو د تطبیق او ځینې نورې غوښتنې مطرح کړې.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، په ټول هیواد کې دا مهال د اوبو بندونو او سړکونو جوړولو په ګډون پر لویو پروژو کارونه روان دي او اسلامي امارت دغه ټولې پروژې په داخلي عوایدو تطبیقوي.
د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس زیاته کړه، د افغانستان د مشکلاتو حل او بیارغاونې په برخو کې ملت او امارت سره په ګډه همکار دي او د لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره به کارونه ترسره کوو.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د ارغندي سیمې راغلو محترمو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د امکاناتو په چوکاټ کې به یې اسلامي امارت په غوښتنو او وړاندیزونو غور وکړي.#
Red Heart
6513:16