د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د محترمو غړو په ګډون ترسره شوه. 

په دې غونډه کې لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.

وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، لوړو زده کړو او عامې روغتيا وزارتونو او د امارتي شرکتونو رياست، کابل ښاروالۍ او همداراز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بديل معيشت او د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د ارزښت زنځير لوړولو لپاره پر جوړې شوې پنځه کلنې طرحې بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې اړه لازم تصميمونه ونيول شول. 

د غونډې په پای کې د کورنيو چارو، کار او ټولنيزو چارو، ماليې او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو او علومو اکاډمۍ د اړوندو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#