۱۴۰۴ کال کې به په یوشمېر ولایتونو کې د اوبو بندونو د امکان سنجۍ مطالعاتو پروژې پيل شي

۱۴۰۴ کال کې به په یوشمېر ولایتونو کې د اوبو بندونو د امکان سنجۍ مطالعاتو پروژې پيل شي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شویو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

دې غونډې ته د اوبو او انرژۍ وزارت د میدان وردګ د ګړومبي بند، د بلخ د قره تېري بند، د کندهار د شنه نري بند او د پکتیا د وچ نري بند د سروې او امکان سنجۍ مطالعاتو پروژې د بحث لپاره وړاندې کړې چې له هراړخیزې ارزونې وروسته د روان ۱۴۰۴ مالي کال په بودیجه کې یې د نیولو پرېکړه وشوه.

په دغه غونډه کې د کندهار د بای پاس لویې لارې، د ارغستان بند جوړولو، له کابل څخه تر جلال اباد پورې د ۹۰ کیلومتره برېښنا لېږد مزي د غځولو او په جلال اباد ښار کې د شیخ مصري سب‌سټېشن د چارو بشپړولو پر موضوعاتو د بحث ترڅنګ پرېکړه وشوه چې د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ ګنده کوتل د سرپ او جستو کان څخه لاسته راغلي عواید دې د مالیې وزارت له لوري د ځانګړي کوډ په ایجادولو سره یادو عام‌المنفعه پروژو ته ځانګړي شي.

همداراز په دغه غونډه کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د دشت الوان ۵۰۰ کیلو ولټه انتقالي مزي د پاتې چارو، د بتخاک نوي سب‌سټېشن جوړولو، د چمتلي سب‌سټېشن ۲۲۰ کیلو ولټه انتقالي مزي غځولو او همداراز د ارغندۍ سب‌سټېشن ۲۲۰ کیلو ولټه انتقالي مزي غځولو پروژو لپاره د ځمکو د استملاک، لېږد او تصفیې پروسې د چټکولو په اړه هم بحث وشو. 

له بحث وروسته کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو د یادو پروژو لپاره د ځمکې د تصفیې او استملاک پاتې ۲۰ سلنه چارې بشپړې او مالیې وزارت دې په ۱۴۰۴ مالي کال کې د یادو پروژو لپاره د ځمکې استملاک ته بودیجه ځانګړې کړي.

د غونډې په پای کې له خصوصي سکتور سره د ننګرهار په حصار شاهي صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د پانګونې طرحه تایید شوه؛ خصوصي سکتور به د دغه طرحې له مخې ۵۰.۶۹ میلیون ډالره پانګونه کوي. 

د یادونې وړ ده چې پورته ذکر شوي تصامیم د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی له لوري تایید شوي دي.#