د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون په سپېدار ماڼۍ کې د چیچنيا د علومو اکاډمۍ رئيس او ورسره پلاوي سره ولیدل.
دغه پلاوی، چې د چیچنیا د علومو اکاډمۍ رئيس ترڅنګ د نوموړي مرستيال نثار فرید احمدزي هم پکې ګډون درلود، د چیچنیا د ولسمشر او د روسیې فدراسیون په رسمي استازولۍ افغانستان ته راغلی دی.
په دې ناسته کې د چیچنیا د علومو اکاډمۍ رئيس ښاغلي عمروف جمبولات افغانستان ته په خپل سفر خوښي وښوده او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د علمي، دیني او فرهنګي اړیکو د پراختیا او اقتصادي همکاریو پر پيل ټینګار وکړ.
هغه وویل، هڅه کوي د افغانستان او روسیې د اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت رول ولوبوي او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکي پراخې او همکارۍ زیاتې شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي هیوادونه له افغانستان سره دیني، فرهنګي او ټولنیز مشترکات لري او هيله ده د دغو مشترکاتو پر اساس متقابلې اړيکې پراخې شي.
محترم سیاسي مرستیال وویل، روسیه په افغانستان کې د زېربناوو رغاونې ښه تجربه لري او هیله یې وښوده، چې دغه هېواد د افغانستان په بیارغاونه کې ښه ونډه واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت د خپل هیواد امنیت او ثبات د سیمې له امنیت او ثبات سره تړلی بولي او خپلې ملي ګټې د سیمې په امنیت کې ویني.
هغه د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه، اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د تعامل غوښتونکی دی، خو هېڅکله په اسلامي او ملي ارزښتونو معاملې ته چمتو نه دی.#