د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. 

په دې غونډه کې لومړی د کمېسيون له لوري ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل. 

وروسته د ماليې، لوړو زده کړو، پوهنې، اطلاعاتو او فرهنګ او همداراز د امارتي شرکتونو رياست د اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخيز بحث وشو او په تړاو يې لازم تصميمونه ونيول شول.#