د ټاپي پروژې د چارو پرمخ بیولو کې به افغانانو ته هم د کار زمينه برابره شي

د ټاپي پروژې د چارو پرمخ بیولو کې به افغانانو ته هم د کار زمينه برابره شي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف سره وکتل.

د دې ليدنې پرمهال د ټاپي پروژې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د يوشمېر نورو اقتصادي پروژو په اړه هم خبرې وشوې.

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ټاپي د افغانستان، ترکمنستان او سيمې هېوادونو د اقتصاد لپاره مهمه وبلله او له ترکمن لوري يې وغوښتل چې افغانانو ته هم د دې پروژې د چارو پرمخ بیولو کې کاري فرصتونه برابر کړي.

ترکمن لوري وويل، د ټاپي پروژې د طرزالعمل مطابق به ډېرو افغانانو ته د کار او مسلکي روزنې زمينه برابره کړي. هغوى زياته کړه، د عشق اباد او کابل ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره د نورو لويو اقتصادي پروژو تطبيق ته هم چمتو دي.