د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لار نقشې پر ژر نهايي کېدو ټینګار وکړ

د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لار نقشې پر ژر نهايي کېدو ټینګار وکړ

‏د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د اقتصاد وزیر ښاغلي سیریک ژومانګارین په مشرۍ راغلي هیئت سره وکتل.

‏د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال افغانستان او قزاقستان مهم سوداګریز شریکان وبلل او هیله یې څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو لار نقشې په تطبیق سره به د سوداګرۍ حجم درې میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د کرنې، کانونو استخراج، ترانسپورټ، اوسپنې پټلۍ او صنعت برخو کې ګډ کار کول، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو زیاتوالی، د بانکي اړیکو پیاوړتیا، د کرنې او مالدارۍ اړوند موافقتنامې، د مالي بازارونو په برخه کې تخنیکي همکاري، د داخلي اسعارو کارول، د ترانسپورټي او لوژيستیکي همکاریو پراختیا، د افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان د ګډ مرکز وړاندیز او په خارګوس بندر کې د افغانستان اړوند وارداتي توکو لپاره د لوژستیکي مرکز جوړولو غوښتنه د دې لار نقشې مهمې برخې دي.

د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، افغانستان د یادې لار نقشې مسوده له خپل لوري نهايي کړې او له قزاقستاني لوري هم غوښتنه کوي، چې د دوی اړوند برخې نهايي او تطبیق ته یې زمینه برابره کړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د خصوصي سکټور رول مهم وباله او وې ویل، د سوداګریزو نندارتونونو، ګډو اقتصادي فورمونو، د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکاریو او د سوداګرو د متقابلو سفرونو ډېروالی کولای شي نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته
او د پانګونې کچه لوړه کړي.

‏ورپسې ښاغلي سيریک ژومانګارین خبرې وکړې او وې وویل، د قزاقستان لومړی وزیر له افغانستان سره د اړیکو پراختیا او اقتصادي همکاریو زیاتوالي ته ځانګړې توجه لري او نننی سفر یې هم د هغه په هدایت شوی.

ښاغلي ژومانګارین زیاته کړه، هېواد یې له افغانستان سره د زړه ناروغیو د تشخیص، امنیتي سکټور د پياوړتیا او همداراز د اوبو مدیریت په برخه کې همکاریو ته چمتو دی. نوموړي وویل، دوی به په کابل پوهنتون کې د اوبو مدیریت لپاره یو علمي مرکز پرانیزي چې افغان متخصصینو ته به روزنه ورکوي.

په دې غونډه کې همداراز د ترانسپورټ، صادراتو او وارداتو د زیاتوالي، بانکي اسانتیاوو رامنځته کولو، د اقتصادي همکاریو د لار نقشې د ژر نهايي کېدو او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او ټینګار وشو، چې په دې اړه به تخنیکي کمېټې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.#