د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. 

په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل. 

وروسته د کورنيو چارو او ماليې وزارتونو، کابل ښاروالۍ او امارتي شرکتونو اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول. 

د غونډې په پای کې، د پوهنې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د اړوندو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#