د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د تخار ولایت له یو شمېر علماؤ، مجاهدینو او مخورو سره وکتل.
په پیل کې راغلو علماؤ، مجاهدینو او مخورو وویل، د تخار خلکو د اشغالګرو پر ضد د جهاد پر مهال له هیڅ راز سرښندنو درېغ ندی کړی او په راتلونکي کې هم د اسلامي نظام د حفاظت، ازادي او هیواد د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنې ته چمتو دي.
یادو مخورو او علمای کرامو زیاته کړه، په تخار ولایت کې د کانونو د استخراج او د کرنې او بڼوالۍ د ملاتړ په صورت کې به زیات شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره شي، دوی دغه راز په دې ولایت کې ښوونې او روزنې، روغتیا، مواصلاتي لارو او انکشافي چارو ته د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه هم وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي راغلو علماؤ، مجاهدینو او مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال د اشغالګرو پر ضد د تخار د ولسونو سرښندنې او مېړانه وستایله وې ویل، په بېلابېلو برخو کې ولسونو ته خدمت او دوی ته د هوسا او ارام ژوند برابرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام ستاسې د ستونزو د حل او غوښتنو ته د رسیدګۍ لپاره لازم اقدامات وکړي.#