د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون 21مه غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون 21مه غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په 21مه غونډه کې تر مفصل بحث وروسته؛ کابل ښاروالۍ ته سپارښتنه وشوه، څو هغه شپږ مشارکتي پروژې چې ښاروالۍ یې د اقتصادي کمېسیون له لوري د ابتدايي منظورۍ غوښتنه کوي، ازادې داوطلبۍ ته وسپاري. اقتصادي کمېسیون همدارنګه له DP World کمپنۍ سره د افغانستان د بندرونو د عصري کولو او د افغانستان د صادراتو لپاره د اسانتياوو برابرولو په موخه د تفاهم پرېکړه وکړه. د اقتصادي کمېسیون په یاده غونډه کې د افغانستان رېل پټلۍ ادارې ته اجازه ورکړل شوه څو د حیرتان رېل پټلۍ د خدماتو پروژه د نوي قرارداد په موخه داوطلبۍ ته وړاندې کړي. د رېل پټلۍ اداره وايي چې د حیرتان رېل پټلۍ بشپړ مسؤلیت باید افغان لوری ولري او د خدماتو وړاندې کولو لپاره به له بل شرکت سره قرارداد کېږي.