د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ پلاوي سره چې په رسمي سفر کابل ته راغلی، په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي، د کورنیو چارو، مالیې، اقتصاد، ترانسپورټ، د کډوالو او راستنېدونکو چارو او کانونو او پټرولیم وزارتونو معینانو هم حضور درلود، د دوه اړخیزه همکاریو په ځانګړي ډول اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي موضوعاتو او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري اخراج په اړه بحث او خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، هیله لرم ستاسې سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او ځینو مسائلو د حل په برخه کې ګټور واقع شي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، افغانستان او پاکستان تاریخي او دوستانه اړیکي لري او باید خپل هیوادونه او ملتونه د ښه والي پر لور بوځو، هیله لرم د دواړو هیوادونو د چارواکو د دې ډول غونډو جوړولو او تګ را تګ له لارې ځینې مسائل د تفاهم او ډیالوګ له لارې حل شي. 

ورپسې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، افغانستان او پاکستان له یوه بل سره وروڼه دي او ګڼ شمېر دیني او فرهنګي مشترکات لري، همداراز په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې اړیکې د پرمختګ په حال کې دي.

نوموړي په اقتصادي، سوداګرۍ او ترانزیټي برخو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شویو هوکړه لیکونو د تطبیق په خاطر د خپل هیواد غوښتنې او وړانديزونه مطرح او وې ویل، موږ به د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا او همدا راز افغان سوداګرو ته د ویزو صادرولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو. 

وروسته د رياست الوزراء اداري مرستيال له افغان کډوالو سره د نامناسب چلند په اړه وويل، دغه ډول کړنې د دواړو هیوادونو د خلکو پر اذهانو منفي اغېز پرېباسي، له همدې امله دې برخې ته د پاکستاني چارواکو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوو. 

د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار وويل، افغان کډوال د يوې منظمې پروسې له لارې په باعزته او احترامانه ډول خپل هیواد ته ستانه شوي،‌د افغانانو د مالونو او جایدادونو او افغانستان ته د هغوی د شخصي وسايلو د لېږد ستونزه به هم حل شي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي دېته په اشارې چې په ټول هيواد کې سراسري امنيت تأمين دی وويل، موږ د سوداګريزو اړيکو پراختيا، د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا هيوادونو سره د پاکستان اتصال او د دواړو هیوادونو تر منځ د مختلفو او نورو لويو سيمه ييزو پروژو چې د دواړو هیوادونو د اقتصادي ودې او د خلکو د هوساينې لامل ګرځي، بشپړ ملاتړ کوو.

د رياست الوزراء اداري مرستيال څرګنده کړه، مطرح شوي مسايل په ځانګړي ډول ترجيحي تعرفه يا PTA، په سپين بولدک کې د ۲۴ ساعته خدماتو پراختيا، پر افغان سوداګرو د مالياتو راکمول او د دواړو هيوادونو ترمنځ نورې ټولې پروژې او هوکړه ليکونه دې ژر عملي شي.

د دې ليدنې په پای کې پاکستاني پلاوي د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال لخوا برابرې شوې مېلمستيا کې ګډون وکړ.#