د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس د اذربایجان اکیلیک ګروپ کمپنۍ له مسؤل او استازي سره وکتل

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس د اذربایجان اکیلیک ګروپ کمپنۍ له مسؤل او استازي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د اذربایجان اکیلیک ګروپ کمپنۍ (AKELIK Group LLC) له مسؤل او استازي محترم خګاني نوریف سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه او د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم مولوي ګلزار احمد حقاني هم حضور درلود، په پیل کې محترم خګاني نوریف په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته د پرمختګونو، سراسري امنیت او ولسونو ته د ارامې فضا پر ایجادولو خوښي څرګنده او له پانګوالو سره د همکارۍ او دوی ته د وړ شرایطو په ایجادولو سره یې د اسلامي امارت د مسؤلینو قدرداني وکړه.
نوموړي زیاته کړه، د اذربایجان اکیلیک ګروپ کمپنیو مجموعه د اوبو لګولو او څښاک اوبو برابرولو، د برېښنا د بندونو، سړکونو، ودانیو او ښاري کانالیزاسیون د جوړولو په برخو کې زیاته تجربه لري، په ازبکستان او نورو هیوادونو کې یې سترې پروژې تطبیق کړي او له اسلامي بانک او نړیوال بانک سره هم همکاري لري.
د اذربایجان اکیلیک ګروپ کمپنۍ مسؤل وویل، یاده کمپني لېواله ده د افغانستان په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه ولري او عمراني پروژو کې پانګونه وکړي.
وروسته د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع ښاغلي خګاني نوریف ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، افغانستان په بېلابېلو برخو کې ابادۍ او بیارغاونې ته اړتیا لري، له همدې امله اسلامي امارت کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته مناسب فرصتونه برابر کړي دي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولو هغو سوداګرو او پانګوالو چې په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي، خوښ او د دوی د تجربو او مشورو د شریکولو هرکلی کوي.#