د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د نمونوي روغتون د چارو د پرمخبېولو په موخه د ګومارل شوي پلاوي غونډه جوړه شوه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د نمونوي روغتون د چارو د پرمخبېولو په موخه د ګومارل شوي پلاوي غونډه جوړه شوه

د نمونوي روغتون د چارو د پرمخبېولو په موخه د ګومارل شوي پلاوي غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد پلاوي د محترمو غړو په حضور ترسره شوه.

په دې غونډه کې لومړی د ګومارل شوي پلاوي غړو د دې روغتون د ترسره شویو چارو او د خپلو کړنو او اجراتو په اړه راپور وړاندې کړ.

وروسته یې د دې روغتون لپاره د اړینو وسایلو او تجهیزاتو برابرولو، د ساختماني چارو د بشپړولو، د وارډونو جوړولو، د اداري او خدماتي پرسونل او متخصصینو د ګومارلو، د طبي وسایلو او ماشینونو د نصب، د نورو اړتیاوو پوره کولو او د باکیفیته روغتیایي خدماتو وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه هراړخیز بحث او ارزونه وشوه او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.