د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د ټایرونو، بیټریو او مبلائیلو واردونکو اتحادیې رئیس او غړو سره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم مولوي ګلزار احمد حقاني یادو ملي سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي نظام د ټولو هیوادوالو مشورې او وړاندیزونه اوري او حل یې خپل مسؤلیت بولي. 

ورپسې ښاغلي حاجي الله داد او ښاغلي حاجي عبدالستار د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اسلامي نظام تر حاکمیت وروسته یې سوداګرو او پانګوالو ته د رامنځته شویو اسانتیاوو یادونه وکړه او وې ویل، د ځان بسیاینې لپاره په هیواد کې د بیټریو د تولید پروسې ملاتړ کوي، خو د کمپنیو لخوا د بیټریو د تولید ترڅنګ لا هم د بیټریو واردولو ته اړتیا شته او باید د تعرفې د لوړوالي ستونزه یې حل شي.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع دغو ملي سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هیواد د اقتصاد ښه کولو او د سوداګرو د ملاتړ لپاره په ډېرو برخو کې مالیات معاف کړي دي.

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع دېته په اشارې چې ملت باید د حکومت د اقداماتو ملاتړ او پرې اعتماد وکړي، د یادې اتحادیې رئیس او غړو ته ډاډ ورکړ، وړاندیزونه او ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریک شي.#