د پکتیکا ولایت یو شمېر علماوو او متنفذینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د پکتیکا ولایت یو شمېر علماوو او متنفذینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د پکتیکا ولایت یو شمېر علماوو او متنفذینو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی هغوی د پکتیکا ولایت د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
د پکتیکا ولایت علماوو او متنفذینو د خلکو د امنیت او هوسایي د تامین په برخه کې د اسلامي امارت د مسوولینو د زحمتونو او کوښښونو قدرداني وکړه او د مدرسو، ښوونځیو، روغتیا، مواصلاتي لارو او د پراختیایي پروژو د تطبیق موضوعاتو ته یې اشاره وکړه او د اسلامي امارت له مسوولینو یې پورتنیو موضوعاتو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا ولایت علماوو او متنفذینو سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، د امنیت تامین او په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته د خدماتو، ارامي او هوساینې برابرول، د اسلامي امارت له وظایفو څخه دي او مسوولین په دې برخو کې خپلې هڅې نه درېغوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د یادو علماوو او متنفذینو له لوري د مطرح شویو موضوعاتو په اړه وویل، اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام پورتنیو مواردو ته رسیدګي وکړي.