‏‏د اسلامي امارت رئیس الوزراء او د مالیزیا لومړي وزیر ټیلیفوني خبرې وکړې

‏‏د اسلامي امارت رئیس الوزراء او د مالیزیا لومړي وزیر ټیلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند د مالیزیا هیواد لومړي وزیر داتو محمد انور ابراهیم سره نن ټیلیفوني خبرې وکړې. 

په دې خبرو کې پر دوو اړخیزو اړیکو او د پاکستان له خوا د افغانستان د حریم د نقض په تړاو خبرې وشوې. 

 ‏محترم رئیس الوزراء د اسلامي امارت اصولي دریځ بیان کړ او وې ویل چې افغانستان د جګړې پلوی نه دی؛ بلکې په سر کې هم پاکستاني لوري د افغانستان د حریم په نقضولو د جګړې پیلوونکی و. 

نوموړي وویل:د هېواد د ملي دفاع وزیر په مشرۍ له پاکستاني لورې سره په دوحه کې خبرې روانې دي ‏او موږ خبرو ته په درنښت منتظر یوو چې کومو پایلو ته رسېدلای شو. 

د مالیزیا لومړي وزیر د افغانستان او پاکستان تر مینځ له کړکیچ وروسته د خبرو د پیل له امله خوښي وښوده او د دیپلوماسۍ له لارې يې د مسئلې پر حل ټینګار وکړ. 

‏ښاغلي داتو محمد انور ابراهیم د خبرو او تفاهم له لارې د نوموړي مسئلې پر حل د ټینګار ترڅنګ له خپله اړخه د مرستې تیاری وښود 

محترم رئیس الوزراء د مالیزیا لومړي وزیر څخه په مننې ډاډ ورکړ چې عملاً خبرې روانې دي.