له یو شمېر اهل تشیع علماوو، سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

 له یو شمېر اهل تشیع علماوو، سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین له یو شمېر اهل تشیع علماوو، سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې محترم استاد محمد اکبري او شیخ نعمت الله غفاري خبرې وکړې او د اسلامي امارت له لوري په هیواد کې د سراسري امنیت په تامین او کاري پرمختګونو یې خوښي وښوده.
هغوی زیاته کړه، د تېرو کلونو د جنګونو پرمهال هیواد سخت تخریب شو او افغان ملت زیات زیانونه ولیدل او اوس د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې په هیواد کې د نظام د تثبیت او تحکیم، خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو او د هیواد د ابادۍ پړاوو رارسېدلی او لازمه ده چې ټول یو بل ته لاسونه ورکړو او خپل یووالی او همبستګي وساتو.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د عامه اذهانو د روښانولو او د افغانانو ترمنځ د اتحاد او اتفاق په ټینګولو کې د علماوو او مشرانو د کوښښونو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی، په ابادي او پرمختګ کې یې باید متحدانه کوښښ وکړو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد له علماوو وغوښتل چې د حقایقو د رسولو او د خلکو د پوهاوي کچې لوړولو په خاطر کوښښ وکړي.