د رياست الوزراء سياسي مرستيال د پکتيا‌ او پنجشېر د جهادي مدرسو له مسؤلینو او د لغمان د علماؤ شورا رئیس سره وکتل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د پکتيا‌ او پنجشېر د جهادي مدرسو له مسؤلینو او د لغمان د علماؤ شورا رئیس سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير نن په بېلابېلو کتنو کې د پکتیا د جهادي مدرسې له مهتمم شېخ طالب جان ادیب، د پنجشیر جهادي مدرسې له مهتمم شيخ مسیح الله او د لغمان د علماؤ شورا رئیس شیخ محمد سلیم سره ولیدل.
په پيل کې راغلو شيوخو د جهادي مدارسو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې او د مساجدو او مدارسو پر پراختیا یې ټینګار وکړ. دوی وویل، دا مهال ګڼ شمېر طالب العلمان په جهادي مدارسو کې په زدکړو بوخت دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير، د اسلامي نظام په ټينګښت کې د علماؤ ونډه مهمه وبلله وې ویل، د اسلامي امارت مسؤلین د ښې حکومتولۍ او شرعي احکامو په تطبیق کې د علماؤ لارښوونو ته ځانګړي ارزښت ورکوي.#