د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د پکتیا ولایت د منګل قوم له يو شمېر علماوو، مشرانو او مخورو سره وکتل.
په دې کتنه کې، ملک نورالله جان، مولوي عصمت الله او مولوي عبدالولي عارف د نورو په استازولۍ خبرې وکړې وې ویل، ولس د اسلامي امارت په حاکمېدو خوښ دی او د منګل قوم ځوانان په هر ډول شرايطو کې اوږه په اوږه د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دي.
دغو علماوو او مشرانو د پکتیا ولایت په ځانګړي ډول د منګل قوم ستونزې او وړانديزونه د ریاست الوزرا محترم سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له دوی څخه په مننې وویل، د اسلامي امارت موخه د افغانستان ټولو ولسونو او قومونو ته خدمت او د هېواد اقتصاد پياوړی کول دي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي هیوادوالو ته د ژوند ټولې اسانتیاوې چمتو کړي او ډاډ يې ورکړ، چې ستونزې او وړانديزونه به يې د حل په موخه له اړوندو ارګانونو سره شريک کړي.