د ریاست الوزراء اداري مرستیال د پاسپورټونو د وېش نویو مرکزونو د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د پاسپورټونو د وېش نویو مرکزونو د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پاسپورټونو د وېش نویو مرکزونو د پرانیستې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د دې مراسمو په پيل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کورنیو چارو وزارت له رهبري پلاوي او د پاسپورټ عمومي ریاست مسؤلینو څخه د دغو مرکزونو جوړولو او هغوی ته د امکاناتو برابرولو له امله مننه وکړه.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت شته امکاناتو ته په پام د ټولنې خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د پاسپورټ لرل زموږ د ګرانو هیوادوالو د هر فرد حق دی او په خواشینۍ سره چې د ترلاسه کولو لپاره یې تر یوې کچې له ستونزو سره مخ وو، خو اسلامي امارت د دې مهمې مسئلې په درک کولو سره ورته حللاره پیدا کړه او نن د پخوانیو مرکزونو ترڅنګ د پاسپورټونو د وېش د دریو نویو مرکزونو د پرانیستو شاهدان یوو.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، پخوا د هیواد په کچه د پاسپورټونو د وېش یو مرکز موجود و، چې ټولو اړتیاوو ته یې ځواب نشوای ویلای، که څه هم د ولایتونو د مرکزونو له لارې هم نوملیکنه کېده، خو وېش یې په کابل کې یوازې د یو مرکز له لارې کېده چې له همدې امله هیوادوال له ستونزو سره مخ وو، اونۍ او ځینې مهال به میاشتې تېرېدې ترڅو یو شخص یو پاسپورټ ترلاسه کړای شي.

نوموړي زیاته کړه: په لومړیو کې ځینې تخنیکي ستونزې هم موجودې وې، چې له هغې ډلې د پاسپورټ کتابچو کموالی و او الحمدلله دغه مسئله حل شوه او یوازې د وېش مرکزونو کموالی د یوې ستونزې په توګه پاتې و، مراجعین زیات وو، ناروغان یا هغه کسان چې غوښتل یې د سیاحت، سوداګرۍ، د حج او عمرې مراسمو، زیارت او د اړینو کارونو لپاره بهر ته ولاړ شي، نو یو واحد مرکز دې ټولو اړتیاوو ته کفایت نه کاوه، په همدې اساس د اسلامي امارت رهبري او مسؤلینو تصمیم ونیوه، ترڅو د پاسپورټونو د وېش لپاره نور مرکزونه هم جوړ کړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل: په دې مرکزونو کې د پاسپورټونو د وېش لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي، د نارینه او ښځینه مراجعینو لپاره جلا انتظار خونې جوړې شوې دي، جوماتونه او نورې اړتیاوې هم په پام کې نیول شوي او توقع شته چې په راتلونکې کې په یوه اونۍ کې متقاضیانو ته پاسپورټ ووېشل شي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، په مختلفو ادارو کې د اسلامي امارت ټول مسؤلین هیوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دي او هڅه کوي، ترڅو زموږ ټول هیوادوال غوره او ښو خدمتونو ته لاسرسی ومومي او همداراز د الله متعال په مرسته په راتلونکې کې زموږ هېڅ هیوادوال د پاسپورټ اخیستو پر مهال له ستونزې سره مخ نشي او که لازمه وه نور مرکزونه به هم جوړ شي.#