د اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا په رسمي سفر هرات ته ورسېد

د اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا په رسمي سفر هرات ته ورسېد

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمدحسن اخند د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو (تېلو او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه هرات ته ورسېد.

د اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا ته په هرات بین المللي هوایي ډګر کې د یاد ولایت والي، محلي مسوولینو، دیني علماوو او قومي مشرانو ښه راغلاست ووایه.

وروسته د افغانستان محترم رئیس الوزرا د هرات بین المللي هوایي ډګر څخه د افغانستان او ترکمنستان هیوادونو ترمنځ د ټاپي او نورو لویو پراختیایي پروژو د کار د پیل او پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه د ترکمنستان اسلیم چشمه، ماري سیمې ته په سفر ولاړ.