د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کونړ ولایت یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کونړ ولایت یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو او مجاهدینو سره ولیدل.

په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو د اسلامي نظام په راتګ خوښي وښوده او له اسلامي امارت سره يې د خپلې هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

راغلو قومي مشرانو د خپلې ولسوالۍ د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل او غوښتنه یې وکړه، چې د کونړ او نورستان د لیرې پرتو سیمو ولسونو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

هغوی دغه راز په لرې پرتو سیمو کې د اداري تشکیلاتو د تنظیم د غوښتنې ترڅنګ وویل، ځوانان یې د اسلامي امارت په لیکو کې خدمت ته چمتو دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او ټول افغانان یې د مالکیت حق لري.

هغه زیاته کړه، د خوښۍ ځای دی چې د اسلامي امارت له ټینګښت وروسته په ټول هیواد کې قومي او سمتي جګړې او نفاق پایته رسېدلی او ټول افغانان په یوه ټغر سره راټول شوي دي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د غازي آباد ولسوالۍ د ولسونو ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.#