‏د کابینې پنځلسمې غونډې د کابل ولایت اداري کمپلېکس جوړولو څرنګوالي او روغتیايي کادرونو اړوندو ستونزو ته د رسېدو په اړه بحث وکړ

‏د کابینې پنځلسمې غونډې د کابل ولایت اداري کمپلېکس جوړولو څرنګوالي او روغتیايي کادرونو اړوندو ستونزو ته د رسېدو په اړه بحث وکړ

‏د افغانستان اسلامي امارت د کابینې پنځلسمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ، پرون ترسره شوه.

‏په غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئیس په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالۍ د تره‌خېلو تنګي سیمه کې د کابل ولایت اداري کمپلېکس د جوړولو څرنګوالي په اړه ارزونه وکړي، د اړتیا وړ وجوه دې په ګوته او راپور دې د تصمیم نېونې په موخه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي. 

‏دغه راز د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په هېواد کې د روغتیايي برخې ارګانونو سره، د روغتیايي کادرونو د ستونزو او حل لارو موندلو په موخه غونډه وکړي او په دې اړه دې راپور د تصمیم نېونې په موخه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

‏غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د ۱۴۰۴ مالي کال د درېیمې ربعې په پای کې د مرکزي او ولایتي غیر مالیاتي عوائدو، د عوایدي فرصتونو او د عائدلرونکو پراختیايي پروژو د مصرف چمتو شوی راپور وړاندې شو، چې د تائید وړ وګرځېد. 

‏همدا راز هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او ورسره د اړینو مرستو په اړه بحث وشو او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، چې ستونزو ته یې د رسېدنې په موخه حل لارې پیدا او اسانتیاوې رامنځته کړي. 

‏د یادونې وړ ده، چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر دعاء سره پایته ورسېده.