د رياست الوزراء اداري مرستيال د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندان سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندان سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د الفتح قول اردو قوماندان محترم ملا رحمت الله محمد اکا سره وکتل. 

د دې ليدنې په پيل کې، محترم ملا رحمت الله محمد اکا د ۲۰۹ الفتح قول اردو د فعاليتونو او کړنو او همدا راز د دې قول اردو د مجاهدينو د وضعيت په اړه د رياست الوزراء اداري معاونیت ته معلومات ورکړل. 

محترم ملا رحمت الله محمد اکا وويل، د الفتح قول اردو مجاهدين تر ټولو غوره اماده ګي لري، روحيه او مورال يې لوړ دی او هره شېبه د اسلامي نظام د حاکميت، د خلکو امنيت او هوساينې او د هيواد د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع لپاره د اسلامي امارت د مشرانو لارښوونو عملي کولو ته تيار دي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندان ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خلکو د امنيت او د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع لپاره د اسلامي امارت د مجاهدينو او په ځانګړي ډول د يادې قول اردو فعاليتونه او کړنې وستايلې. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال څرګنده کړه، اوسنی امنيت او ثبات د مجاهدينو او د هيواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د هڅو او زيار پايله ده او دوی په دې برخه کې له هېڅ ډول قربانيو درېغ نه دی کړی. 

نوموړي زياته کړه، په راتلونکې کې هم له مجاهدينو او امنيتي او دفاعي ځواکونو توقع دا ده، چې د اسلامي نظام د حاکميت، د امنيت، د خلکو هوساينې او د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع لپاره لا ډېره وړتيا وښيي.#