د افغانستان اسلامي امارت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون نن له بهر څخه هېواد ته راستنو شویو یو شمېر پخوانیو مسؤلینو ته د مصؤنیت کارتونه ووېشل.
یادو پخوانیو مسؤلینو هېواد ته په راتګ خوښي وښوده وې ویل، په بهرنیو هېوادونو کې ډېر مېشت افغانان لېواله دي چې بېرته هېواد ته راستانه شي، په افغانستان کې وضعیت د ستاینې وړ دی او له ټولو هغو تبلیغاتو سره ډېر توپیر لري چې بهر کې یې مغرضې کړۍ کوي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د دارالانشاء رئيس محترم مولوي ذاکرالله ذاکر د مصؤنیت کارتونو د وېش پر مهال وویل، د عمومي عفوې فرمان لا هم د تطبیق وړ دی او له استثناء پرته هر څوک ترې استفاده کولای شي.
محترم مولوي ذاکرالله ذاکر وویل، هیچا ته د پخوانۍ دندې له امله مشکل نه پېښېږي او که څوک تشویش ولري، نو کولای شي د مصؤنیت کارت په ترلاسه کولو سره په هېواد کې ارام او هوسا ژوند وکړي.
د یاد کمېسیون د دارالانشاء رئيس زیاته کړه، هر افغان کولی شي بهر مېشتي افغانان، په پوره اطمینان سره افغانستان ته رادعوت کړي.#