د رياست الوزراء اداري مرستيال د ازبکستان د علماوو لوړ پوړي پلاوي سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د ازبکستان د علماوو لوړ پوړي پلاوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين په داسې حال کې چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محترم شیخ القرآن والحديث مولوي نورمحمد ثاقب هم حضور درلود، د ازبکستان د علماوو لوړ پوړي پلاوي سره وکتل. 

په دې ليدنه کې لومړی د ازبکستان لوی مفتي او د دې لوړ پوړي پلاوي رئيس محترم شيخ نورالدين خالق نظر د خپل سفر هدف د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او پراختيا ياد کړ او وې ويل، ازبکستان او افغانستان ديني، تاريخي او فرهنګي مشترکات لري او دې مشترکاتو ته په پام کولای شو په مختلفو برخو کې خپل روابط پراخ کړو. 

د پلاوي رئيس او د ازبکستان لوی مفتي همداراز زياته کړه، دغه ډول سفرونه د فرهنګي اړيکو، باورونو او ګډو ارزښتونو د پياوړتيا لپاره ارزښتناک او پام وړ فرصتونه رامنځته کوي، زه او پلاوی مو هڅه کوو، ترڅو له دې رامنځته شوي فرصت څخه د دواړو هيوادونو د اړيکو پياوړتيا لپاره غوره استفاده وکړو. 

په مقابل کې، د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان د علماوو لوړ پوړي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ افغانستان ته د ياد پلاوي سفر د دوستۍ، نږدې اړيکو، ښه ګاونډيتوب او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د‌ ګډو ګټو نښه وباله. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، دا سفر امکان برابروي چې زموږ د ګډو مشترکاتو پر اساس د‌ دواړو هيوادونو ترمنځ د نوې همکارۍ زمينه برابره او د اړيکو د پیاوړتيا لپاره اغېزناک ګامونه واخیستل شي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز په افغانستان کې رامنځته شويو فرصتونو ته اشاره وکړه وې ويل، د پلاويو سفرونه د دوه اړخيزه اړيکو د پیاوړتيا لامل ګرځي.#