د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون ناسته ترسره شوه

د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون ناسته ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمېسیون ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې له اجنډا سره سم د سیاسي کمېسیون غړو د افغانستان او سیمې پر اړوندو وروستیو مهمو مسایلو خبرې او بحثونه وکړل. 

همدرانګه د یاد کمېسیون غړو د اسلامي امارت د سیاستونو د څرنګوالي او پرمختګونو ارزونه وکړه او د اسلامي نظام د اصولو په ښه پلي کېدو ټېنګار وشو.

دغه راز د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون په ناسته کې د یو لړ موضوعاتو په اړه اړینې پرېکړې وشوې.