د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ناروې له سفیر سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ناروې له سفیر سره وکتل

د افغانستان  د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن شنبه د غويي ۳۱ مه په سپیدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ناروې  سفیر ښاغلي انډرس لینډمن سره وکتل.

په پیل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان او ناروې اړیکې دوستانه وبللې او د دې اړیکو تاریخي شالید ته يې اشاره وکړه.

محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان د کړکېچ په تړاو د ناروې سوله ییزه هڅې وستایلې او په ځانګړې توګه يې په اوسلو کې د افغانستان لپاره د سولې د  وروستۍ ناستې، له اروپايي چارواکو او اروپا مېشتو افغان مدني ټولنو سره د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د مخامخ ناستې او افهام او تفهیم ته د زمینې برابرولو او په افغانستان  کې د ماین پاکولو  له پروژو سره د ناروې د مرستو مننه وکړه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د ناروې په شمول له ټولو هېوادونو سره ښې او دوستانه اړیکې غواړي.

د ناروې سفیر ښاغلی انډرس لینډمن هم په دې ناسته کې وویل، دا هیواد له افغانستان سره ښې اړیکې، دوامداره دوستي ، ګډ کار او سیاسي تعامل غواړي.

نوموړي زیاته کړه، ناروې د افغانستان اسلامي امارت پر ضد د هیڅ وسلوال مخالفت پلوی او ملاتړ نه کوي.

د انډرس لینډمن په وینا د ناروې او افغانستان تر منځ دوستانه اړیکې دوامدارو سیاسي بحثونو او تماسونو ته اړتیا لري.

نوموړي د ریاست الوزراء  له محترم مرستیال څخه په دولتي ادارو کې د ښځینه و د کار، د انجونو د زدکړو، حجاب، ټول ګډونه حکومت، له افغان شخصیتونو سره د تماس دکمېسیون د طرزالعمل او په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له تشکیلاتي چوکاټ څخه د ځینو اداراتو د حذف په اړه معلومات وغوښت، چې د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر لخوا په تفصیل سره ځوابونه ورکول شول.

ناسته د دواړو خواوو د دوامداره اړیکو په هیله پای ته ورسېده.