د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون د حضرت حمزه رضی الله تعالی عنه ښوونیز مرکز څخه د کابل امنیه قومندانۍ له ۴۰۰ زیاتو ځواکونو د فراغت مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دې مراسمو کې په خپله وینا کې ټولو هغو کسانو ته چې له یوې روزنیزې دورې وروسته له حضرت حمزه رضی الله تعالی عنه ښوونیز مرکز څخه فارغ شوي، مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې له خپلو زده کړو څخه د خلکو د هوساینې او ارامي په تامین کې ښه ګټه واخلي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، زموږ ګران هیواد د نیمې پېړۍ جګړه کې سخت ویجاړ شوی، افغانانو زیاتې ستونزې زغملې او اوس د دې وخت را رسېدلی چې خلکو سره ښه چلند وشي ، ترڅو هغوی په امنیت او ارامي کې ژوند وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت ټول ځواکونه د خپلو دندو په ترسره کولو کې باید له تقوا کار واخلي او د خپل اسلامي نظام، بیت المال، هیواد او ملت د ساتلو کوښښونه وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت له ټولو مسوولینو او ځواکونو څخه وغوښتل چې د اسلامي امارت د فرامینو او لارښوونو په اطاعت کې کوتاهي ونه کړي او له خلکو سره نېک چلند وکړي.