د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر ایران ته د خپل رسمي سفر په لړ کې نن د یاد هېواد د کورنیو چارو وزېر ښاغلي احمد وحیدي سره کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا، په بېلابېلو برخو کې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل او پر پوله د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي په هکله مفصلې خبرې وکړې.
په پیل کې ښاغلي احمد وحیدي، ایران ته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال پر سفر خوښي څرګنده او د محترم مولوي عبدالکبیر هرکلي یې وکړ. نوموړي، په لوړه کچه د افغان او ایراني چارواکو سفرونه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ودې او همکاریو د پراختیا په برخه کې اغېزمن وبلل او زیاته یې کړه، تهران له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو لاپراختیا ته لېوال دی.
ښاغلي وحیدي زیاته کړه، په افغانستان کې د امنیت له ټېنګښت سره پر پوله ډېرې ستونزې حل شوي دي، ایراني چارواکو د یو شمېر پخوانیو ننګونو د لمنځه تلو له امله ډاډ ترلاسه کړی او ترڅنګ یې په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته زمینه برابره شوې ده.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ایران اسلامي جمهوریت د مرستو مننه وکړه وې ویل، له ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې او رغنده اړیکې د اسلامي امارت د بهرني سیاست مهمه برخه ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، دا چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او کاروبار صفر ته راښکته شوی دغه چاره نه یوازې د افغانانو، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه ده.
محترم مولوي عبدالکبیر د کابل او تهران پر دوه اړخېزو مثبتو اړیکو د ټینګار ترڅنګ وویل، اسلامي امارت په افغانستان کې د مسؤل او حاکم نظام په توګه هیچاته دا اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د ګاونډیانو یا نړۍ پر ضد وکارول شي، دغه راز اسلامي امارت هڅه کوي چې د سیمه ییزې اقتصادي ودې برخه وګرځي.#