د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې د فرصتونو د وړاندې کولو کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې د فرصتونو د وړاندې کولو کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې د فرصتونو د وړاندې کولو په کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د دغه کنفرانس ګډونوالو ته چې د کابینې یو شمېر غړي، د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین، بهرني او افغان پانګوال وو، د وینا پرمهالوویل، افغانستان د برېښنا د تولید په برخه کې د ګڼو فرصتونه او سرچینو په لرلو سره هڅې کوي چې د انرژۍ په برخه کې پرځان بسیاینې ته ورسیږي او افغانستان د انرژۍ په صادراتي هېواد بدل شي.

محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت په انرژۍ او نورو برخو کې پانګوالو ته غوره فرصتونه رامنځته کړي، مالیه کمه شوې او ادارې پروسې یې لنډې شوې او لازم ملاتړ ترې کېږي.

محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اوسمهال د اوبو مدیریت لومړیتوب لري او اسلامي امارت غواړي چې سیمه ييزو پروژو ته د پلې کېدو زمینه برابره کړي. افغانستان به ډېر ژر په سیمه کې د سوداګرۍ او ترانزېټ د اتصال مرکز وګرځي، افغاني تولیدات او توکي به نړیوالو بازارونو ته ورسېږي.

محترم سیاسي مرستیال د هېواد پر بانکي سیستم د خنډونو په لرې کېدو ټېنګار وکړ او د افغان شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه یې وکړه.

نوموړي د خبرو پر دوام وویل، اسلامي امارت په سیمه او نړۍ کې د ثبات او نظم غوښتونکی دی او هغو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې امنیت ته ګواښ پېښوي.

د دغه کنفرانس په پای کې د ریاست الوزراء د محترم سیاسي مرستیال او یو شمېر نورو چارواکو په حضور کې د برېښنا شرکت او خصوصي سکتور تر منځ د ۲۴۰ میګاواټه لمریزې او حرارتي برېښنا په برخه کې د همکاریو هوکړه لېکونه لاسلېک شول.