د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون د ملي پراختیا شرکت لوی رئیس ښاغلي عبدالرحمن عطاش او مل پلاوي سره وکتل .
په سپیدار ماڼۍ کې په دې کتنه کې ښاغلي عطاش له محترم مولوي عبدالکبیر څخه د ملي پراختیا شرکت د ملاتړ له امله مننه وکړه او د ملي پراختیا شرکت د کارونو په ځانګړې توګه د قوشتېپې کانال د پرمختګونو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال یې دا د افغانستان په ملي پروژو کې تر ټولو مهمه او ارزښتمنه پروژه وبلله.
ښاغلي عطاش وویل، د قوشتیبې پروژې تدارکاتي مدیریت ښه روان دی او هیله يې څرګنده کړه چې کارونه به یې تر ټاکلي وخت وړاندې پایته ورسېږي. هغه نورې هغه ګڼې پروژې هم تشریح کړې چې کارونه يې تر لاس لاندې دي.
نوموړي څرګنده کړه، افغانستان به په نږدې راتلونکي کې ګاونډیوهېوادونو ته کرنیز صادرات ولري. هغه وویل، غواړي په کرنیزه برخه کې د ښه پرمختګ لپاره کرنیز بانک او کرنیزه دوراني بودجه چمتو کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ملي پراختیا شرکت له پرمختګونو او فعالیتونو خوښي وښوده او ویې ویل، د امنیت او اسلامي نظام له راوستلو وروسته د افغانستان اسلامي امارت تر ټولو مهمه هڅه له اقتصادي اړخه د هېواد پر پښو درول او د انکشافي پروژو پلي کول دي.
محترم مولوي عبدالکبیر د ملي پراختیا شرکت رئیس ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ اوګڼې سپارښتنې یې ورته وکړې.