د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ نن سهار په ارګ کې د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې اداء شو.
د نېمکرغه کوچني اختر د لمانځه په دغو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء پر اقتصادي او اداري مرستیالانو سربېره، د رئیس الورزاء مقام د دفتر لوی رئیس، د کابينې وزیرانو، د اسلامي امارت یو شمېر ملکي او نظامي چارواکو او د خلکو بېلابېلو اقشارو حضور درلود چې د لمانځه له اداء کولو وروسته یې یوه بل ته د اختر مبارکي وویله.
د لمانځه له اداء کولو مخکې د عبد الرحمن جامع جومات امام او خطیب مفتي محمود ذاکري د قرآنکریم او نبوي احادیثو په رڼا کې د مبارکې روژې د فضیلتونو او برکاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې او ټولو هیوادوالو، اسلامي امت په ځانګړي ډول د فلسطین مظلومو خلکو ته یې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله تعالی، محترم رئیس الوزراء، د کابینې غړو، والیانو، ټولو امنیتي منسوبینو او مجاهدینو، د شهیدانو کورنیو، شهید پروره ملت، اسلامي امت او د غزې مسلمانو خوېندو او وروڼو ته د زړه له کومي د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه، یووالی او ورورګلوي چې د ملتونو د بریا راز دی خدای تعالی دې زموږ ترمنځ قایم او دایم وګرځوي، ټول باید کوښښ وکړو چې خپل وطن په ګډه اباد کړو.
نوموړي له ټولو هغو هیوادوالو چې له هېواده بهر ژوند کوي وغوښتل چې خپل وطن ته راستانه شي، ځکه افغانستان د ټولو ګډ کور دی او باید ټول یې په شریکه اباد کړو. همدا راز یې زیاته کړه، موږ د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ نېکې او حسنه اړیکې غواړو.
ورپسې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند ټولو مسلمانانو ته د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د خوښۍ ځای دی چې له څو کلونو جنګ او ناخوالو راوروسته د اسلامي امارت په حاکمیت سره د اختر ورځې د بشپړ امنیت او سولې په فضا کې لمانځو. هغه وویل، ټول افغانان د هیواد په خوښۍ او پرمختګ کې سره شریک دي او باید خپل یووالی وساتي او د هیواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره یوه بل ته لاس ورکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال څرګنده کړه، پردي هیڅکله زموږ وطن نه ابادوي، سکون او خوشحالۍ یواځې زموږ او ستاسې په خاوره کې ده، راځئ چې خپل هیواد ته په بشپړ صداقت خدمت وکړو. نوموړي د نړۍ پر هیوادونو غږ وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت سره رغنده اقتصادي او سیاسي تعاملاتو ته لار هواره کړي، اسلامي امارت د خپلې اقتصاد محوره پالیسۍ او متقابل درناوي په چوکاټ کې هر ډول مناسبو تعاملاتو او مناسباتو ته چمتو دی.
وروسته د ریاست الوزارء عالي مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ پیغام ولوست.
په دې پیغام کې د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ راغلي: الله تعالی مو ټول عبادات، صیام او قیام، دعاګانې او حسنه اعمال په خپل دربار کې مقبول وګرځوه.
محترم رئیس الوزراء د اختر په دې پیغام کې څرګنده کړې، اختر د مسلمانانو لپاره د صله رحمۍ، اخوت، شفقت او اتحاد پیغام لري. نو هیله ده په دغو ښو ورځو او شپو کې د صله رحمۍ او قرابت پاللو فریضه په ښه توګه پر ځای کړئ. حسد او خصومتونه له زړونو وباسئ، په اخلاص او مهربانۍ یو او بل ته د خیر او فلاح دعاګانې وکړئ.
دغه راز محترم رئیس الوزراء په خپل پیغام کې د اسلامي امارت مسئولین، تاجران، پانګوال او هغه هیوادوال چې مالي وس او توان یې ښه دی وغوښتل چې د اختر په دغو مبارکو ورځو او شپو کې دې د بې وسه هیوادوالو، بې سرپرسته کورنیو او یتیمانو لاسنیوی وکړي او د اختر په خوښیو کې دې را شریک کړي.
په دې پیغام کې محترم رئیس الوزراء هیوادوالو ته ډاډ ورکړ چې ان شاء الله روان کال به هم د تېر په څېر د لویو پروژو د تطبیق، په بېلابېلو برخو کې د پانګونو د جذب، د اوبو د تنظیم، د زراعت او د سوداګرۍ د ودې، زده کړو او روغتیایي خدماتو د اسانتیاوو او هیوادوالو ته د کاري او هوسا ژوند زمینې برابرولو کال وي.
محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند په خپل پیغام کې له ګاونډیو هیوادونو وغوښتل چې افغان مهاجرین په اجباري توګه اخراج نه کړي، دغه راز یې ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هیوادونو ته ډاډ ورکړ چې افغانستان د هیچا په کورنیو چارو کې نه یوازې مداخله نه کوي، بلکې له ټولو سره د اسلامي اساساتو او ملي منافعو په رڼا کې د متقابل درناوي په اساس تعامل او ښه روابط غواړو.
همداراز په پیغام کې راغلي، دوی دې زموږ حسن نیت درک کړي؛ د مشکلاتو جوړولو، محدودیتو، بندیزونو او فشارونو پرځای دې د تفاهم لاره اختیار او مثبت تعامل ته دې راوړاندې شي.
د اسلامي امارت محترم رئیس الوزراء د خپل پیغام په پای کې د (فلسطین او غزې) پر محصورو مسلمانانو چې د بې رحمه صهیونستانو تر سخت ظلم او بمبار لاندې دي څرګنده کړه، موږ د اسلامي اخوت او عقیدوي خپلوۍ په اساس د دوی هر درد او تکلیف احساسوو، دوی زموږ هېر نه دي او نه یې هېرولای شو. الله تعالی دې د دوی د نجات ذریعه برابره او ظالم اسرائیلي یرغلګر دې د عاد، ثمود، فرعون او نورو جابرانو غوندې هلاک او تباه کړي.
د دغو مراسمو په پای کې د افغانستانو علومو اکاډمۍ عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود د افغانستان غیور ولس ته د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د اتحاد، اتفاق، خیر او فلاح ترڅنګ د خوښۍ او نېکمرغۍ دعا وکړه.#