د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال په خوست ولایت کې د فاضلانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال په خوست ولایت کې د فاضلانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خوست ولایت کې د جامعه مظهر العلوم نيازي د فاضلانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. 

د دستاربندۍ په دغو مراسمو کې د اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو، علمای کرامو، مشایخو او د سیمې اوسېدونکو هم ګډون کړی وو. 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یادو مراسمو ته د خپلې وینا پر مهال وویل، د اسلامي تاریخ په اوږدو کې مدارس د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو د ترسیخ، د دیني شعور او هویت ساتنې په برخه کې فعال مرکزونه پاتې شوي او ټولنو ته هغه هستۍ وړاندې کوي چې رسول‌الله (ص) خپل وارثان بللي او امت ته د اخلاقو او نبوي چلند معیار ګرځي.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، په افغانستان کې د مقدس جهاد د فرضیت اسلامي روایت په مدارسو کې په رښتینې بڼه ظهور وکړ، دا روایت له مدارسو راوټوکېد، کلیو او ښارونو ته یې سرایت وکړ او په داسې دوامداره مقدسه مبارزه بدل شو چې سترو کفري لښکرو ته یې شرموونکې ماتې ورکړه.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دیني مدارسو له مسؤلینو او فارغ شویو فاضلانو وغوښتل چې د وعظ او منبر ژبه نوره هم نرمه او ښایسته کړي، د دیني مکلفیتونو ترڅنګ خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه او فکر ورکړئ، له خلکو سره د نبوي اخلاقو په چوکاټ کې چلند کوئ، په خپل علم عمل او په خپله برخه کې لا ډېره مطالعه او پرمختګ وکړئ.

محترم ملا صاحب زیاته کړه: «تاسې ته ښه معلومه ده چې اوس د ټکنالوژۍ دور دی؛ کوشش وکړئ چې له معاصرو زده کړو او اړتیاوو سره هم ځانونه بلد کړئ، څو په واقعي ډول د دین او ولس خدمت وکولای شئ او ولسونو ته دیني شعور او فهم په معاصره او قابل فهم ژبه انتقال کړای شئ.»

محترم ملا صاحب د هېواد اقتصادي وضعیت ته په اشارې وویل، له نېکه‌ مرغه د هېواد په کچه د اقتصادي ودې په برخه کې اوسمهال ډېرې مهمې ملي پروژې او کارونه روان دي، د نړۍ له هېوادونو سره تجارتي اړیکې پراخې شوي، داخلي تولیداتو ته مناسب بازارونه موندل شوي او د امارتي منابعو د غوره مدیریت لپاره په مهمو ملي پلانونو او ستراتیژیو کار روان دی. 

په پای کې د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو فارغو شويو فاضلانو او د هغوی محترمو کورنیو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې له خپل علم څخه د دین، هېواد او د دې شریف ولس د خدمت لپاره ګټه واخلي.#