د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئيس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن ماسپښين په خپل کاري دفتر کې د ICRC پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د افغانستان لپاره د ICRC ځانګړي استازي ریټو شټاکر، په افغانستان کی د ICRC مرستیالې چارلوټ جوسیو موریل، په زندانونو کي د فعالیتونو ناظم هینینګ کروسه او سلاکار
عزت ګل ګډون درلود، په افغانستان کې د ICRC د خدماتو او همکاریو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د ICRC پلاوي وویل دوی په افغانستان کې عموما د روغتونونو لپاره د صحي موادو برابرولو او ظرفیت لوړولو ترڅنګ له معیبینو سره هم همکاري کوي.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د ICRC له لوری له معیوبینو سره د همکارې او د زندانیانو ستونزو ته د رسیدګي، د اسلامي او نړیوالو اصولو پربنسټ له هغوی سره د ښه چلند، هغوی ته د ژوند د ښو شرایطو برابرولو او د زندانیانو او معیوبینو ناچاره او بی وزله کورنیو سره د مرستې کولو او همدارنګه د خدماتو د لا ښه والي او د روغتونونو د خوندیتوب په اړه هم
خبرې وکړې.
د یادونې ده چې ICRC په افغانستان کې یوولس زره کارکونکي او ۶۰ میلونه ډالر کلنی لګښت لري.