عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په کندهار کې د جنوب زون د حاجیانو د معلمینو او بعثې اعضاوو لپاره په جوړ شوي پنځه ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال، د کندهار ولایت د ارشاد، حج او قافو رئیس، د جنوب زون د ارشاد، حج او اوقافو د ریاستونو رئیسانو او یو شمېر نورو علماء کرامو او مسؤلینو هم برخه اخیستې وه، ګډون او وینا وې وکړې.
سیمېنار د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سیمېنار ګډونوالو ته مهمې توصیې، لازمې سپارښتنې او وینا وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، حج د الله تعالی یو عظیمه فریضه ده، ستاسو لپاره دوه اجرونه دي، یو مو خپل حج دی او بل مو د حاجیانو خدمت دی، د حج څخه مقصود د نفس اصلاح ده او د نفس د اصلاح لپاره حج فرض شوی دی، حج د الله تعالی لوی رحم دی او لویه مرتبه ده چې الله پاک یې کوم چاته توفیق ور کړي، د حج وروسته په حاجي کې تواضع او عاجزي پیدا کیدل د حج مبرور نښه ده.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړه، ډیر کوښښ وکړئ چې ښه کردار ادا کړئ او ښه خدمت وکړئ، په غفلت کې وخت درباندې تیر نه شي، نیتونه اصلاح کړئ، پر تاسو یو لوی امتحان دی، ځانونه خادمان فرض کړئ، تاسو اوس د خادمانو په حیث مشخص شوي یاست، نو ښه په اخلاص خدمت وکړئ، خلک ستاسي څخه د ډير خدمت توقع لري.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، د الله تعالی د دین او شریعت خدمت وکړئ، اوس الله تعالی یو ښه فرصت را وستلی دی او د خدمت زمینه یې راته برابر کړې ده، کوښښ به مو دا وي په هر څه کې چې د الله تعالی څخه کومک وغواړئ په ټولو کارونو کې به مقصود دا وي چې الله تعالی ښه راضي کړو.
هغه جناب وویل: د حاجیانو معلمینو او د بعثې اعضا مکلف شوي دي چې د حاجیانو ښه خدمت به کوي، اوس نو پر تاسو فرض شوه چې حاجیانو ته د حج اړوند په ټولو برخو کې لارښوونه وکړئ او په اداري امورو کې د دوی خدمت وکړئ، د حاجیانو معلمینو او د بعثې اعضاوو ته چې څه په سیمېنارو کې ویل شوي او کوم اصول چې د ارشاد حج او اوقافو دي، هغه دي په حج کې په صحیح طریقه سره عملي کړي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، اکثره خلک د حج سره نابلده وي، تجربه یې نه لري، ناجوړه، عاجزه او سپینږیري خلک پکې وي، نو تاسو به د دوی په ټولو برخو کې مراقبت کوئ، تر څو د حج مناسک په ښه طریقه ادا کړي، په فضائلو یې پوه کړئ د مکروهاتو او مفاسدو څخه یې وساتئ، تاسو د دوی لارښوونکي او رهنمایان یاست نو کوښښ وکړئ چې ښه رهنمایي وکړئ، او حاجیانو ته دا پیغام ورسوئ، چې حاجي صاحبانو کوښښ وکړئ په ښه ډول د ټولو فرائضو، واجباتو، سننو، مستحباتو او ادابو سره حج ادا کړئ، د الله تعالی عبادت او ذکر ته متوجه شئ.
جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلو خبرو په پای کې وویل: لويي مه کوئ، تواضع اختیار کړئ، خدمت د تواضع نښه ده، د مسلمانانو خدمت یو سعادت دی، کوم خدمت چې درته وسپارل شو، نو په ښه طریقه یې سرته ورسوئ، کوښښ وکړئ د خلکو ذهني اصلاح وکړئ، په شرعي احکامو یې پوه کړئ، دا خلک اوس ستاسو په لاس کې دي، حاجیان ټول ستاسو خبرو ته غوږ نیسي، دا حاجیان مو تاسو ته د امانت په حیث در کړي دي، نو په ښه طریقه سره یې خدمت او پالنه وکړئ، په خپلو منځو کې دوامداره مذاکرې او نصیحتونه سره کوئ.
په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت او تعهد تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل زعامت او د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي وو او یو به.
مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پای
ته ورسید.