د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د محترمو غړو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په پای کې، د کمېسيون له لوري ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.
وروسته د کار او ټولنيزو چارو وزارت، کابل ښاروالۍ او امارتي شرکتونو پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث وشو او په تړاو يې لازم تصميمونه ونيول شول.
د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو يو شمېر نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#