د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د يو شمېر ولايتونو قومي مشرانو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د يو شمېر ولايتونو قومي مشرانو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې په جلا جلا ناستو کې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ او د پروان او کاپیسا ولایتونو یو شمېر قومي مشرانو او متنفذينو سره وکتل. 

په دې ناستو کې، د ننګرهار قومي مشرانو په هیواد کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند ویاړ وباله او اسلامي نظام ته يې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ. 

هغوی دغه راز د ننګرهار خصوصاً د سپین غر ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

د پروان او کاپیسا ولايتونو قومي مشرانو او متنفذينو بيا ايران او قطر ته د رياست الوزراء سياسي مرستيال وروستي سفرونه له يادو هيوادونو سره د اسلامي امارت د اړيکو پياوړتيا لپاره مهم وبلل او زياته يې کړه، افغانان د اسلامي امارت د کورني او بهرني سياست پر برياليتوب خوښ دي. 

دوی همداراز وویل، په افغانستان کې یو خپلواک اسلامي نظام موجود دی، چې د ملي ګټو پر اساس خپلواک کورنی او بهرنی سیاست پر مخ وړي. 

دغو قومي مشرانو او متنفذينو له اسلامي امارت څخه په خپلو سیمو کې د اوبو رسونې، روغتیايي مرکزونو، د ښوونځیو او مدارسو لپاره د ودانیو جوړولو پروژو پيلولو غوښتنې وکړې. 

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مشرانو او متنفذينو ته د ښه راغلاست او له هغوی څخه د مننې ترڅنګ وویل، اسلامي امارت او اسلامي نظام یو قوم او ډلې پورې محدود نه دی؛ بلکې د ټولو افغانانو شریک او له هر ډول تبعیض پرته پکې د ټولو افغانانو حقوق خوندي دي. 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال يادو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې غوښتنې به يې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.#