د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بغلان د نهرین او بورکې ولسوالیو له یو شمېر مجاهدینو او مسؤلینو سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بغلان د نهرین او بورکې ولسوالیو له یو شمېر مجاهدینو او مسؤلینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان د نهرین او بورکې ولسوالیو له یو شمېر مجاهدینو او مسؤلینو سره وکتل.

په پیل کې یادو مجاهدینو او مسؤلینو د حکومت او ولسونو تر منځ رغنده اړیکو ته په اشارې وویل، په بېړنیو حالاتو کې له خلکو سره مرسته او پر وخت یې لاسنیوی د ولسونو د رضایت سبب شوی او اسلامي امارت د امکان تر بریده مرستې تر ځايي وګړو رسولي دي.

هغوی وویل، په نهرین او بورکې ولسوالیو کې د یو شمېر بنسټېزو پروژو چارې روانې دي، اما ولسونه د لاډېرو پراختیايي پروژو غوښتنه کوي. دوی دغه راز د جوماتونو، استنادي دېوالونو او سړک جوړولو او په نورو برخو کې هم د خلکو وړاندېزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په جهادي دورو کې د بغلان د ولسونو مبارزه وستایله او راغلو مسؤلینو ته یې په خطاب کې وویل، تر خپل توان ولس ته د خدمت هڅه وکړئ او د چارو د لاښه ترسره کېدو په موخه د خلکو سلا مشورې واورئ.

محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، اسلامي امارت ته د خلکو د ستونزو حل لومړیتوب لري، له ټولو ممکنه لارو به د بغلان په نهرین او بورکې ولسوالیو کې د ولسونو وړاندېزونو ته رسیدګي وشي. 

په پای کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، د بورکې او نهرین د خلکو د یو لړ ستونزو د حل په موخه له اړوندو او مرستندویه ادارو سره خبرې شوي دي.#