د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د ورسپارل شويو دندو په اړه د خپلو فعاليتونو او کړنو راپورونه وړاندې کړل.
وروسته یې د اطلاعاتو فرهنګ او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او همداراز د چارو ادارې عمومي ریاست اړوند موضوعات هر اړخيز وارزول او د یادو زمینو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.#