د دعوت او ارشاد ریاست د دیني زده کړو د ازموینې د پایلو د اعلان غونډه جوړه کړه

د دعوت او ارشاد ریاست د دیني زده کړو د ازموینې د پایلو د اعلان غونډه جوړه کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دیني احکامو او زده کړو د ازموینې د پایلو د اعلان غونډه، نن له غرمې مخکې په سلامخانه ماڼۍ کې د محترم مفتي عبدالحنان محسن له لوري د عظیم الشان قران د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه.

په پیل کې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي محمدهاشم شهید ورور د وینا پرمهال وویل، د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی په خاص شفقت په ادارو کې په رسمي وخت کې د دیني احکامو زده کړې ته وخت ورکړل شوی، نو د دغو درسونو پابندي وکړئ، ارزښت او عملي جنبه ورکړئ او خپلو کورنیو ته یې ورسوئ.

ورپسې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع ګډونوالو ته په وینا کې وویل، د اسلامي امارت مشرتابه په ادارو کې د دعوت او ارشاد ریاست تشکیل په منظورولو سره خپل مسئولیت ادا کړی. د دیني مسایلو د زده کولو په برخه کې د مسوولینو هلې ځلې د قدردانۍ وړ دي. 

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، دا یو ښه فرصت برابر شوی دی، د دعوت او ارشاد د درسونو او په جماعت د لمانځه ادا کولو پابندي وکړئ. ځانونه باید داسې برابر کړو چي الله تعالی او رسول اکرم (ص) راڅخه راضي شي. 

ورپسې د منابعو او ادارې مرستیال محترم مفتي سیداحمد مستقیم وویل، دغه اسلامي نظام چې د الله تعالی په نصرت او د ډېرو زحمتونو او قربانیو په ګاللو رامنځته شوی دی، موخه یې د شریعت او دیني احکامو تنفیذ دی. له همدې امله باید د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی په هدایت د دعوت او ارشاد له لوري په ادارو کې تدریسېږي، باید هم ځانونه ورباندې پوه کړو، هم یې عملي کړو او هم د مافوق امرینو اطاعت وکړو.

ورپسې د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مرستیال محترم مولوي عبدالباري عاطف وویل، د شکر ځای دی چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې راټول او د هغه برخه یوو. نن د هیواد په هیڅ ګوښه کې د اسلام مقدس دین د اساساتو خلاف عمل نشي ترسره کېدلی. مسئولین د الهي اوامرو او نبوي احادیثو پابندي ته متوجه دي. د علماوو لارښوونې باید عملي کړو، ځکه زموږ د دنیا او اخرت ښېګڼې په کې نغښتې دي. 

همدارنګه د غونډې په پای کې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دیني احکامو او زده کړو لومړۍ، دویمه او دریمه درجه ګټونکو ته د ډالیو له ورکړې وروسته د سپیدار ماڼۍ د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي منور له لوري د دعایې په ویلو سره غونډه پایته ورسېده.