د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د هیواد د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر علماوو، مشایخو او مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی هغوی د خپلو ولایتونو د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل او د اسلامي امارت مسوولینو څخه یې پراختیایي چارو ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي یادو علماوو، مشایخو او مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د اسلامي امارت اړوند ادارې خلکو ته د خدماتو برابرولو او د هوساینې او ارامي تامین لپاره تل کوښښ کوي.
محترم مولوی عبدالسلام حنفي د هغوی له لوري د مطرح شویو موضوعاتو په اړه وویل،اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام پورتنیو مواردو ته لازم اقدامات وکړي.