د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې یو شمېر هېواد او بهرمېشتو افغان متخصصینو او وړ کسانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې انجینر سیداقا او مېرمن صوفیه عمر د نورو په استازیتوب خبرې وکړې د اسلامي نظام او په هیواد کې د سراسري امنیت په تامین د خوښي څرګندولو سره خپلو خلکو او هیواد ته د خدمت لپاره چمتووالی وښوده.
هغوی په دولتي ادارو کې اهل او وړ کسانو ته د زیاتو کاري زمینو برابرولو او همدارنګه د اسلامي ارزښتونو د ترویج لپاره د ځانګړو برنامو ترلاس لاندې نیولو غوښتنه وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د خبرو په تائيد وویل، د اسلامي نظام له واکمنېدو سره اوسنی دولت د امنیت او د ټولو هیوادوالو د سر، مال او عزت تامین خپل مسوولیت بولي او کوښښ کوي د نارینه او ښځو په ګډون ټول هیوادوال له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه برخمن وي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال له بهرمېشتو افغانانو څخه وغوښتل چې د هیواد د بیارغاونې بېلابېلو برخو کې څرګند رول ولري. هغه څرګنده کړه چې اسلامي امارت د هغوی هرکلی کوي او د خدمت ښې زمینې ورته برابروي.