د کډوالو ستونزو ته د رسیدګي عالي کمېسیون غونډه د رياست الوزراء اداري مرستیال په مشري ترسره شوه

د کډوالو ستونزو ته د رسیدګي عالي کمېسیون غونډه د رياست الوزراء اداري مرستیال په مشري ترسره شوه

د کډوالو ستونزو ته د رسیدګي عالي کمېسیون غونډه نن ماسپښین د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشري او د یاد کمېسیون د محترمو غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی د کډوالو ستونزو ته د رسیدګي عالي کمېسیون د موظفو کمېټو کړنې، اجرات او لاسته راوړنې وارزول شوې.
وروسته د بېلابېلو موضوعاتو لکه د کمېټو د کړنلارو، د زابل ولایت کډوالو او راستنو شویو ته د هغه ولایت د کډوالو ښارګوټي کې د ځمکې د وېش، د بېلابېلو ولایتونو کډوالو ته د ځمکې وېش، له کابل څخه اړوندو ولایتونو ته د بې ځایه شویو د لېږد او د ننګرهار ولایت بې ځایه شویو سره د مرستو په اړه د احکامو او فرامینو د څارنې او تعقیب لوی ریاست راپور په اړه بحث او هراړخیزه ارزونه ترسره شوه او په هغه اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.